د افغانستان چارواکي په اووربند ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92213
ایرنا خبري اژانس وايي د افغانستان د ملي روغې د جوړې د شورا ویاند فریدون خوزون په هیواد کښې د اووربند په ټینګیدا تاکید وکړ .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Aug 13, 2020 16:42 Asia/Kabul
  • د افغانستان چارواکي په اووربند ټینګار وکړ

ایرنا خبري اژانس وايي د افغانستان د ملي روغې د جوړې د شورا ویاند فریدون خوزون په هیواد کښې د اووربند په ټینګیدا تاکید وکړ .

هغه نن وویل د افغانستان د حکومت او د طالبانو ترمینځ د سولې د خبرواترو د پیلیدا په بڼه کښې به لومړی کار  اووربند وي .

فریدون خوزون په ټول هیواد کښې د عمومي اووربند ټینګیدل د هیواد د خلکو مهمه غوښتنه وبلله او هیله یې وکړه چې طالبان دغه غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړي .

هغه وویل تراوسه له طالبانو ډلې سره د بین الافغاني خبرو اترو د پیلیدا دقیقه نیټه نه ده په ګوته شوي .

ټاکل شوي ده چې د افغانستان د حکومت او د طالبانو ډلې ترمینځ خبرې اترې په قطر کښې وشي .