د افغانستان چارواکي په اووربند ټینګار وکړ
Aug 13, 2020 16:42 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس وايي د افغانستان د ملي روغې د جوړې د شورا ویاند فریدون خوزون په هیواد کښې د اووربند په ټینګیدا تاکید وکړ .
هغه نن وویل د افغانستان د حکومت او د طالبانو ترمینځ د سولې د خبرواترو د پیلیدا په بڼه کښې به لومړی کار اووربند وي .
فریدون خوزون په ټول هیواد کښې د عمومي اووربند ټینګیدل د هیواد د خلکو مهمه غوښتنه وبلله او هیله یې وکړه چې طالبان دغه غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړي .
هغه وویل تراوسه له طالبانو ډلې سره د بین الافغاني خبرو اترو د پیلیدا دقیقه نیټه نه ده په ګوته شوي .
ټاکل شوي ده چې د افغانستان د حکومت او د طالبانو ډلې ترمینځ خبرې اترې په قطر کښې وشي .
ټیګونه