د کابل په ډیپلوماټیک سیمې ۱۴ راکټونه لګېدلي
Aug 18, 2020 08:35 Asia/Kabul
د افغانستان پلازمینې کابل په دیپلوماتیکه سیمې کې د توغندیو د برید په پایله کې لږ تر لږه لس افغانان ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویندوي طارق آرین خبر ورکړ، نن سهار نامعلومو کسانو د کابل ښار په ډیپلوماتیکه سیمه په داسې حال کې راکټي برید وکړ چې په افغانستان کې د خپلواکۍ د کلیزه لمانځلې کېږي.
د راپور له مخې د توغندیو برید په نتیجه کې یې ۱۰ کسان ټپیان شوي چې څلور تنهیې ماشومان او یوه پهکې ښځه ده.
د افغانستان امنیتي ځواکونو د پېښې په تړاو دوه مشکوک کسان نیولې دي.
تر دې مهاله هیڅ یو کس یا ډلې د دې بریدونو مسؤلیت په غاړه نه دی اخیستلی.
ټیګونه