په کابل کې دوې چاودنې شوې
Aug 19, 2020 07:11 Asia/Kabul
د افغانستان امنیتي چارواکو اعلان وکړ چي د کابل په ښار کې دوه بمونه چاودېدلي چي د امله یې دوه ملکي وګړي ژوبل شوي دي.
د کابل د پولیسو ویاند رسنیو ته وویل: د کابل ښار په ۱۲ حوزه کې دوه بمونه چاودېدلي چي د امله یې دوه تنه ژوبل شوي دي.
دا په داسي حال کې چي په وروستیو ورځو کې په کابل کې امنیتي حالات خراب شوي، تېر ورځ هم د کابل د ښار پر ډیپلوماټیکو سیمو باندې ۱۴ توغندۍ وتوغول شوې چي د امله ۱۰ تنه ټپیان شول.
تر دې دمه هیڅ یوه ډله د یادو بریدونو مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی. د کابل په ښار کې بریدونه په داسي حال کې زور اخیستی چي د افغانستان دولت او طالبان د بین الافغانی ناستې د پیلېدو لپاره تیاري نیسي.
ټیګونه