طالبان دې د سولې غوښتې ته غاړه کیږدي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92380-طالبان_دې_د_سولې_غوښتې_ته_غاړه_کیږدي
با عزته او تل‌پاتې سوله راتلونکې ده، ځکه په خپلوهلوځلو او غښتلې اراده مو د افغانستان سوله په ملي، سیمه‌ییز او نړیوال بحث بدله کړې ده او دعزتمنې سولې لپاره مو ټول شرایط برابر کړي دي، مونږ د سولې په برخه کې خپله اراده او ژمنتیا وې مو د خبرو تر حده نه ، بلکې په عملي هڅو او اقداماتو سره نندارې ته وړاندې کړي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 21, 2020 00:18 Asia/Kabul
  • طالبان دې د سولې غوښتې ته غاړه کیږدي

با عزته او تل‌پاتې سوله راتلونکې ده، ځکه په خپلوهلوځلو او غښتلې اراده مو د افغانستان سوله په ملي، سیمه‌ییز او نړیوال بحث بدله کړې ده او دعزتمنې سولې لپاره مو ټول شرایط برابر کړي دي، مونږ د سولې په برخه کې خپله اراده او ژمنتیا وې مو د خبرو تر حده نه ، بلکې په عملي هڅو او اقداماتو سره نندارې ته وړاندې کړي دي .

زمونږخبریال راپور راکړ د افغانستان ولسمشر اشرف غني پرون د افغانستان د یوسل یو کلنې  خپلواکۍ په مناسبت  افغان ولس ته پخپل ویډیوئي پیغام کې  وئيلی دي ،دوي د سولې  بهیر په وړاندې درستې  ستونزې او خنډونه  لیرې کړي دي  او باید نوره په افغانستان  کې  وینه بهول ودرول شي .

هغه په دغه پیغام کې وئيلی دي ،با عزته او تل‌پاتې سوله راتلونکې ده، ځکه په خپلوهلوځلو  او غښتلې اراده مو د افغانستان سوله په ملي، سیمه‌ییز او نړیوال بحث بدله کړې ده  او دعزتمنې  سولې لپاره مو ټول شرایط برابر کړي دي، مونږ د سولې په برخه کې خپله اراده او ژمنتیا وې مو د خبرو تر حده نه  ، بلکې په عملي هڅو او اقداماتو سره نندارې ته وړاندې  کړي دي .  

داپه داسې  حال کې دي ، چې  افغان حکومت د طالبانو له نورو پاتې څلورو سوو بندیانو څخه اتیا خوشي کړي  او وئیلی ئې دي ، تر هغه به  پاتې نور طالب بندیان خوشي نه کړي ، تر څو چې  طالبان د افغان امنیتي ځواک بندی ځانګړي عسکر او او پیلوټان خوشې نه‌کړي.