امریکا په جنګ ځپلي افغانستان کې سوله نه غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92382-امریکا_په_جنګ_ځپلي_افغانستان_کې_سوله_نه_غواړي
د امریکا دغه پخوانۍډيپلوماټې وئیلي دي ، ډونالډټرمپ د افغانستان حکومت او ولس ته هیڅکله هم وفادار نه دی او په دغه هیواد کې دامریکائي پوځيانو له نولس کلن پوځي شتون سره سره تر دې دمه نه دي توانیدلي ، افغانستان ته سوله او آرامښت وروګرځوي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Aug 21, 2020 00:53 Asia/Kabul
  • امریکا په جنګ ځپلي افغانستان کې سوله  نه غواړي

د امریکا دغه پخوانۍډيپلوماټې وئیلي دي ، ډونالډټرمپ د افغانستان حکومت او ولس ته هیڅکله هم وفادار نه دی او په دغه هیواد کې دامریکائي پوځيانو له نولس کلن پوځي شتون سره سره تر دې دمه نه دي توانیدلي ، افغانستان ته سوله او آرامښت وروګرځوي .

زمونږخبریال د صداي افغان خبری آژانس له قوله راپورراکړ  د افغانستان  او پاکستان په چارو کې د امریکا پخوانۍ ځانګړې استازې لورل میلر  وئیلي دي ،  امریکائي حکومت نیّت نه لري ، له طالبانو سره په جنګ کې  دغه ډله په افغانستان کې ماته وخوري ، ځکه  هڅه کوي ،په  افغانستان کې خپل  پوځي شتون توجیه کړي .

 د امریکا دغه پخوانۍ ډيپلوماټې  وئیلي دي ، ډونالډټرمپ  د افغانستان  حکومت او ولس ته هیڅکله هم وفادار نه دی  او  په دغه هیواد کې  دامریکائي پوځيانو  له نولس کلن پوځي شتون سره سره  تر دې دمه  نه  دي توانیدلي ،  افغانستان  ته سوله او آرامښت  وروګرځوي .

 د لورل میلر  دغه څرګندونې په داسې حال کې دي چې  دسیمې ډيری سیاسی کارپيژاندي  هم په دې اند دي ، چې   له ۲۰۰۱کال څخه  تر دې دمه په افغانستان کې  د امریکا ماته خوړلي پوځي سټراټژۍ  د جنګ ، ترهه ګرۍ ، دنشه ایزو موادو د قاچاق له پراختیا    او دغه راز  د لسګونو زره  افغانانو دمرګ ژوبلو  له زیاتیدا  او د دوي له سپکاویو پرته بله هیڅ نتیجه  او بریا نه ده درلودلې  او  امریکا  له افغانستانه له وتلو پرته بله لاره نه لري .

له افغانستانه یو بل خبر دا چې د غور د  والي ویندوي عارف عابر وئيلي دي ، پرون  ناوخته د فیروز کوه ولسوالۍ په بادګاه کلي کې پر ګاډي په ماین چاودنې کې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي  

له افغانستانه یو بل خبر دا چې د غور د  والي ویندوي عارف عابر وئيلي دي ، پرون  ناوخته د فیروز کوه ولسوالۍ په بادګاه کلي کې پر ګاډي په ماین چاودنې کې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي  

 

Image Caption