د افغانستان حکومت د طالبانو د حملو په دوام نیوکه وکړه
د افغانستان د ولسمشر ویاند وویل چې د پوځیانو او ملکیانو خلاف د طالبانو بریدونه یو بوږنونکې جنایت دی او دغه ډله په دې کارونو سره خلک صلحې ته ناهیلې کوي.
د افغانستان د ولسمشر ویاند وویل چې د پوځیانو او ملکیانو خلاف د طالبانو بریدونه یو بوږنونکې جنایت دی او دغه ډله په دې کارونو سره خلک صلحې ته ناهیلې کوي.
صدیق صدیقي پرون وویل: د افغانستان د حکومتي ځواکونو خلاف د طالبانو وروستۍ حملې د دغې ډلې له خوا د جنګ او وژلو د دوام بیانونکې دي.
د افغانستان د ولسمشر ویاند دا څرګندونې داسې مهال کړي چې په دغه هیواد کښې د صلحې خبرې اترې له چیلنج سره مخ شوې دي او د تمي په اپوټه لاهم نه دي پیل شوې.
ټاکل شوې وه چې بین الافغاني مذاکرات تیره اونۍ د قطر په پلازمینې دوحه کښې پیل شي خو هم طالبان او هم د افغانستان حکومت یو بل د خپلو بندیانو په نه خوشې کولو تورونوي چې له امله یې مذاکرات هم ځنډیدلي دي.