ایران په بین الافغاني خبرو کې ملګرتیا ته تیاردی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92424-ایران_په_بین_الافغاني_خبرو_کې_ملګرتیا_ته_تیاردی
محمد طاهریان فرد په افغانستان کې د سولې د مشورتي لوئې جرګې وروستیو مصوبو ته په اشارې سره موافقې ته د رسیدا په موخې سره په دغه هیواد کېد بیلابیلو ډلو ټپلو دخبرواترو د ترسره کولو د آسانتیاؤ ضرورت باندې ټينګارکړی او ددغو خبرواترو په ترسره کولو کې ئې د ملګرتیا د وړاندې کولو په خاطر د اسلامی ایران چمتووالی هم اعلان کړ .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Aug 23, 2020 07:54 Asia/Kabul
  •   ایران په بین الافغاني خبرو کې ملګرتیا ته تیاردی

محمد طاهریان فرد په افغانستان کې د سولې د مشورتي لوئې جرګې وروستیو مصوبو ته په اشارې سره موافقې ته د رسیدا په موخې سره په دغه هیواد کېد بیلابیلو ډلو ټپلو دخبرواترو د ترسره کولو د آسانتیاؤ ضرورت باندې ټينګارکړی او ددغو خبرواترو په ترسره کولو کې ئې د ملګرتیا د وړاندې کولو په خاطر د اسلامی ایران چمتووالی هم اعلان کړ .

زمونږخبریال راپور راکړ د افغانستان په چارو کې د ایران د خارجه وزیر ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان فرد پرون  په یولړ څرګندونو کې په کابل کې وروستیو چاودنو  ته په اشارې سره  وئیلي دي،د سولې ټينګیدا او دثبات ځاي په ځاي کیدا  نه یوازې د افغانستان د حکومت،خلکو او بیلابیلو ډلو ټپلوعمومی غوښتنه  ده،بلکې د سیمه ایزو ملګرتیاؤ دپراختیا او ډله ایز امنتی د رسیدا په لاره  کې یوه اساسي  اړتیا  هم ده .

 محمد طاهریان فرد په افغانستان  کې د سولې د مشورتي لوئې جرګې وروستیو مصوبو ته په اشارې سره  موافقې ته د رسیدا په موخې سره  په دغه هیواد کېد بیلابیلو ډلو ټپلو  دخبرواترو د ترسره کولو د آسانتیاؤ ضرورت باندې ټينګارکړی او  ددغو خبرواترو په ترسره کولو کې ئې د ملګرتیا د وړاندې کولو په خاطر د اسلامی ایران  چمتووالی هم اعلان کړ .

 پرون سهار وختي هم  په کابل کې په بیلابیلو ساحو کې درې  چاودنې شوي ، چې له امله ئې یو شمیر  کسان مړه او ټپیان شوي دي .