په ډيروسیموکې طالبان او افغان عسکرسره ښکرپه ښکرشوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92429-په_ډيروسیموکې_طالبان_او_افغان_عسکرسره_ښکرپه_ښکرشوي
د افغانستان د کندوز د ولایتی شورا مشر محمد یوسف ایوبی هم نن په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي په تیرې اونۍ کې په کندوز ولایت کې د طالبانو ډلې او امنیتی مامورانو ترمینځ نښتو دوام درلودلی او دغه دوام دخطرې ټلۍ ګړنګوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 23, 2020 09:40 Asia/Kabul
  • په ډيروسیموکې طالبان او افغان عسکرسره ښکرپه ښکرشوي

د افغانستان د کندوز د ولایتی شورا مشر محمد یوسف ایوبی هم نن په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي په تیرې اونۍ کې په کندوز ولایت کې د طالبانو ډلې او امنیتی مامورانو ترمینځ نښتو دوام درلودلی او دغه دوام دخطرې ټلۍ ګړنګوي .

زمونږ خبریال  له ننګرهاره راپور راکړ،دافغانستان د لغمان دوالی ویاند اسدا.... دولتزی وایی بیګا وسله والو طالبانو ددی ولایت د الینګار ولسوالۍ اړوند په چینجار پول سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو پرپوستو ډله ییز بریدونه وکړل چې له امله یی د نوموړي پر وینا دوه سیمه یز پولیس ووژل شو او درې نور ژوبل شول .

د لغمان د والي ویاند وویل په نښته کې ګڼ شمیر مخالف وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتی خو دوی یی کره شمیر په واک کې نه لري. وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي بلخوا په سیمه کې عیني شاهدانو ویلي چې د تیرې شپې په نښته کې شپږ  ملکي وګړي هم ژوبل شویدي. 

له بل پلوه  د افغانستان د کندوز  د ولایتی شورا مشر محمد یوسف ایوبی  هم نن په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي په تیرې اونۍ کې په کندوز ولایت کې  د طالبانو ډلې او امنیتی مامورانو ترمینځ  نښتو دوام درلودلی  او دغه دوام  دخطرې ټلۍ ګړنګوي . هغه وئیلي  په دغو نښتو کې تر دې دمه  د دواړو خواؤ په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبلې اوښتي  او دغه راز له دغو سیمو په لسګونو  زره خلک هم کډه په سر شوي دي . هغه خبرداری ورکړی ، که  امنیتی ځواک دغو سیمو ته ونه لیږدول شي ، نو ممکنه ده  د خان آباد او امام صاحب ولسوالۍ سقوط وکړي .