پاکستان بایدپخوا پر طالب مشرانو بندیزونه لګولي وائ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92438-پاکستان_بایدپخوا_پر_طالب_مشرانو_بندیزونه_لګولي_وائ
له پاکستانه د افغان حکومت غوښتنه له پخوا راهسې ډېره روښانه ده، مونږ له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان صادقانه او عملي اقدامات غواړو ا و بیا هم په خپل دریځ ټینګار کووچې له ترهه ګرۍ سره مبارزه صادقانه او کلک هوډ ته اړتیا لري .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 24, 2020 00:12 Asia/Kabul
  •   پاکستان بایدپخوا پر طالب مشرانو بندیزونه لګولي وائ

له پاکستانه د افغان حکومت غوښتنه له پخوا راهسې ډېره روښانه ده، مونږ له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان صادقانه او عملي اقدامات غواړو ا و بیا هم په خپل دریځ ټینګار کووچې له ترهه ګرۍ سره مبارزه صادقانه او کلک هوډ ته اړتیا لري .

زمونږخبریال د شفقنا خبری آژانس له قوله راپور راکړ  د افغانستان دخارجه وزارت په پرونۍ  اعلامیې کې  دپاکستان له خواد دطالب مشرانو په ضد دبندیز د فیصلې اجرا، په سیمې کې  د تل پاتې سولې او  ثبات  لپاره  یو اقدام بللی  چې باید ډير مخکې ئې ترسره کړئ وائ .

 داپه داسې  حال کې دي چې  دافغانستان  د ولسمشر د ویندوي  مرستیال دوا خان مینه‌پال  پرون په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ، د ترهګرۍ پر ضد مبارزه د پاکستان په صادقانه عمل پورې تړلې ده.

هغه زیاته کړه ،له پاکستانه د افغان حکومت غوښتنه له پخوا راهسې ډېره روښانه  ده،  مونږ له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان صادقانه او عملي اقدامات غواړو ا و بیا هم په خپل دریځ ټینګار کووچې له ترهه ګرۍ سره مبارزه صادقانه   او کلک هوډ ته اړتیا لري .

 دپاکستان خارجه وزارت  دشنبې په ورځې  په دغه هیواد کې د طالب مشرانو پشمول د ترهه ګرو ډلو په ضد دا منیت شورا دپریکړې په اساس بندیزونه نوره هم سخت کړي او وئيلي ئې دي ، دغه پریکړه د ملی او سیمه ایزو ګټو په اساس ده  او د ترهه ګرو ډلو او د هغوي د آسانتیاؤ جوړونکو په ضد به خپلو کوټلو  اقداماتو ته  هماغه راز دوام ورکړي