په کابل کې یو طالب کمانډر ونیول شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92441-په_کابل_کې_یو_طالب_کمانډر_ونیول_شو
د افغانستان د دفاع وزارت په اعلامیې کې راغلي دي ، دغه طالب کمانډر په شکردرې ولسوالۍ کې په بم چاودنو ،حملو او دخلکو په وژلو کې مهم رول درلودلی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 24, 2020 00:55 Asia/Kabul
  • په کابل کې یو طالب کمانډر ونیول شو

د افغانستان د دفاع وزارت په اعلامیې کې راغلي دي ، دغه طالب کمانډر په شکردرې ولسوالۍ کې په بم چاودنو ،حملو او دخلکو په وژلو کې مهم رول درلودلی دی .

 زمونږخبریال  د صدای افغان خبري آژانس له قوله راپور راکړ  د افغانستان دفاع وزارت پرون  ناوخته دیوې اعلامیې په خپرولو سره  وئیلي دي د  افغانستان امنیتی ځواک  د کابل ولایت په شکردرې ولسوالۍ کې د طالبانو یو مهم کمانډر ملا اختر  سره د یو شمیر ملګرو  نیولی دی .

 د افغانستان د دفاع وزارت په دغې اعلامیې کې راغلي دي ، دغه طالب کمانډر په شکردرې ولسوالۍ کې  په بم چاودنو ،حملو او دخلکو په وژلو کې  مهم رول درلودلی دی .

 داپه داسې حال کې دي چې  دافغانستان دفاع وزارت تیره اونۍ  له  طالبانو ددغې ولسوالۍ د پاکولو  خبر ورکړی ؤ .