افغانستان او چین پر افغان سوله خبرې کړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92479-افغانستان_او_چین_پر_افغان_سوله_خبرې_کړې
دواړو لورو پر افغان سوله، د تاوتریخوالي پر کمېدو، له چین سره پر اقتصادي پراختیا، دوه اړخیزو اړیکو، او نورو اړوندو مسایلو بحثونه کړي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 26, 2020 01:20 Asia/Kabul
  •  افغانستان او چین پر افغان سوله خبرې کړې

دواړو لورو پر افغان سوله، د تاوتریخوالي پر کمېدو، له چین سره پر اقتصادي پراختیا، دوه اړخیزو اړیکو، او نورو اړوندو مسایلو بحثونه کړي دي.

د افغان غږ خبری اژانس له راپور سره سم د افغانستان د بهرنیو چارو زویر محمد حنیف اتمر او د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي لوجین په ټیلی فوني خبرو کې پر افغان سوله غږېدلي دي.

 د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، محمد حنیف اتمر او لوجین د ټلیفوني تماس له لارې پر افغان سوله او یو لړ نورو مسایلو خبرې کړې دي.

 په خبرپاڼه کې راغلي، دواړو لورو پر افغان سوله، د تاوتریخوالي پر کمېدو، له چین سره پر اقتصادي پراختیا، دوه اړخیزو اړیکو، او نورو اړوندو مسایلو بحثونه کړي دي. د خبرپاڼې په خبره، لوجین له افغان سولې د چین د ملاتړ ډاډ ورکړ او ويې ویل هیواد یې د دې غوښتونکی دی چې ژر تر ژره بندیان ازاد شي، بشر دوستانه اوربند وشي او په افغانستان کې روانه جګړه د خبرو له لارې حل شي.

خبرپاڼه لیکي، د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمرهم چین د افغانستان ښه ملګری یاد کړ او د سولې په برخه کې یې د دغه هیواد همکارۍ مهمې و ګڼلې.