دافغانستان د بلخ د موټربم برید د تلفاتوشمیر۴۲ تنوته زیات شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92480-دافغانستان_د_بلخ_د_موټربم_برید_د_تلفاتوشمیر۴۲_تنوته_زیات_شو
په پېښه کې شاوخوا ۳۵ ملکي وګړي ټپیان شوي دي او دوی ته یې سخت مالي زیانونه هم اړولي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 26, 2020 01:30 Asia/Kabul
  • دافغانستان د بلخ د موټربم برید د تلفاتوشمیر۴۲ تنوته زیات شو

په پېښه کې شاوخوا ۳۵ ملکي وګړي ټپیان شوي دي او دوی ته یې سخت مالي زیانونه هم اړولي دي.

د افغانستان د بلخ امنیتي چارواکي وایي په بلخ ولسوالۍ کې د کمانډو ځواکونو پر یوې امنیتي پوستې موټربم برید له امله تر دې دمه د افغان کمانډویانو په ګډون ۴۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو قومندان هیبت الله علي زی وایي، چې په پېښه کې یو کمانډو عسکر وژل شوی او شپږ نور ټپیان دي.

علي زی زیاتوي، چې په دې موټربم برید کې تر ټولو ډېر ټپیان ملکي وګړي دي.

د نوموړي په خبره په پېښه کې شاوخوا ۳۵ ملکي وګړي ټپیان شوي دي او دوی ته یې سخت مالي زیانونه هم اړولي دي.

د دې موټر بم برید مسولیت وسله والو طالبانو منلی او په کې د لسګونه کمانډو ځواکونو د مرګ ژوبلې ادعا کړې ده.