طالبانو د بین الافغاني خبرو ترسره کیدل رد کړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92530-طالبانو_د_بین_الافغاني_خبرو_ترسره_کیدل_رد_کړل
ایرنا خبري اژانس وايي په قطر کښې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي شیر محمد ستانکزي وویل دغه ډله په راتلونکي اونۍ کښې د بین الافغاني خبرو اترو لپاره هیڅ پروګرام نلري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 29, 2020 00:05 Asia/Kabul
  • طالبانو د بین الافغاني خبرو ترسره کیدل رد کړل

ایرنا خبري اژانس وايي په قطر کښې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي شیر محمد ستانکزي وویل دغه ډله په راتلونکي اونۍ کښې د بین الافغاني خبرو اترو لپاره هیڅ پروګرام نلري.

په قطر کښې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم  رسنیو ته په یوه (۱) پیغام کښې وویل تر هغه وخته چې د دغه ډلې بندیان له زندانونو خوشي نه شي بین الافغاني خبرې اترې به پیل نشي .

د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا مشر عبدالله عبدالله هم وړمه ورځ پروان ولایت ته په سفر کښې د چاریکار ښار له سیلاب ځپلیو خلکو سره په کتنې کښې ویلي وو راتلونکي اونۍ یعني  د سپتمبر د میاشتې په لومړیو کښې به بین الافغاني خبرې پیل شي .

په افغانستان کښې د تاوتریخوالو کمول ، د حکومت او د طالبانو د بندیانو خوشي کول او له دغه هیواد څخه د امریکا د عسکرو وتل په قطر کښې د  طالبانو او د امریکا د ماتي خوړلي سولې د موافقې مهمې برخې دي .