ننګرهار کښې لسوتنو طالبانو او سیمه ایزو پولیسو ته مرګ ژوبله واوښته
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92540-ننګرهار_کښې_لسوتنو_طالبانو_او_سیمه_ایزو_پولیسو_ته_مرګ_ژوبله_واوښته
وسله والو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 29, 2020 08:39 Asia/Kabul
  • آرشیو
    آرشیو

وسله والو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلې.

له جلال آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیانی وایی تیره شپه وسله والو طالبانو د دې ولایت  د خوږیاڼیو ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د سیمه یزو پولیسو پر پوستو بریدونه وکړل چې د دواړو لوریو تر منځ جګړې د څه وخت لپاره دوام وکړ.

د والي ویاند وویل په دې جګړه کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول چې د څو تنو مړي د جګړې په ډګر کې پاتې وو. د ننګرهار د والي ویاند زیاته کړه چې په نښته دوه سیمه یز پولیس  هم وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.

وسله والو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلې.

له تیرې یوې میاشتې راهیسې د ننګرهار ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې پر امنیتي ځواکونو د وسله والو طالبانو بریدونه زیات شوي چې ډیری مهال دا بریدونه پر ښکیلو خواو سربیره د ملکی وګړو مرګ ژوبله اومالي زیانونه هم تر شاه پریږدي.