ننګرهار کښې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92549-ننګرهار_کښې_طالبانو_ته_درنه_مرګ_ژوبله_اوښتې_ده
ننګرهار کی د طالبانو دسرې قطعې له دیرشو زیاتو وسله والو غړو ته مرګ ژوبله واوښته
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 30, 2020 00:00 Asia/Kabul
  • file photo
    file photo

ننګرهار کی د طالبانو دسرې قطعې له دیرشو زیاتو وسله والو غړو ته مرګ ژوبله واوښته

له جلال آباده زمونږ د خبریال د بیګاني رپورټ له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطا ا... خوږیاڼی وایي چې د دغه ولایت په شیرزادو ولسوالۍ کښې د امنیتي ځواکونو پر پوستو د طالبانو د سرې قطعې د غړو له ډله ییز برید وروسته د امنیتي ځواکونو په ځوابي  مځکني او هوایي برید کې د یو سیمه ییز قوماندان په ګډون شل تنه د طالبانو د سرې قطعې وسله وال غړي وژل شوي او دیارلس تنه نور ژوبل شول.

د ننګرهار د والي ویاند وویل: په دې نښته کې د افغانستان یو امنیتي عسکر وژل شوی او دوه تنه نور ژوبل شوې دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلې.

د شیرزادو ولسوالي د جلال اباد ښار د سهیل لویدیځ په پنځوس کیلو مترۍ کې پرته ولسوالي ده چې ډیره برخه یې د دولت دوسله والو مخالفینو په ولکه کښې ده.