د فاریاب ولایت لسګونه کلي د طالبانو له نیواکه آزاد شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92577-د_فاریاب_ولایت_لسګونه_کلي_د_طالبانو_له_نیواکه_آزاد_شول
د افغانستان د ملي اردو ځواکونو په یولړ عملیاتو کښې د دغه هیواد د شمال په فاریاب ولایت کښې ۲۷ کلي د طالب ډلې له نیواکه خلاص کړل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 31, 2020 03:26 Asia/Kabul
  • د فاریاب ولایت لسګونه کلي د طالبانو له نیواکه آزاد شول

د افغانستان د ملي اردو ځواکونو په یولړ عملیاتو کښې د دغه هیواد د شمال په فاریاب ولایت کښې ۲۷ کلي د طالب ډلې له نیواکه خلاص کړل.

د افغانستان د ملي اردو ځواکونو په یولړ عملیاتو کښې د دغه هیواد د شمال په فاریاب ولایت کښې ۲۷ کلي د طالب ډلې له نیواکه خلاص کړل.

د آوا خبري آژانس د خبر له مخې د فاریاب د والي مطبوعاتي دفتر پرون وویل چې دغه کلي په (اندخوي) او (قرغان) ولسوالیو کښې د طالب ډلې له نیواکه آزاد شوې دي.

په دغو عملیاتو کښې ۱۸ طالبان وژل شوي او له لسو زیات نور زخمي شوي دي.

په خبر کښې دافغانستان د ملي اردو ځواکونو ته د اوښتې احتمالي مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوې.