بدخشان کښې د طالبانو مشر ووژل شو
Sep 01, 2020 03:15 Asia/Kabul
د افغانستان په بدخشان ولایت کښې د طالب ډلې مشر د دغه هیواد له امنیتي ځواکونو سره په نښته کښې ووژل شو.
د افغانستان په بدخشان ولایت کښې د طالب ډلې مشر د دغه هیواد له امنیتي ځواکونو سره په نښته کښې ووژل شو.
آوا خبري آژانس لیکلي چې د ختیځ ولایت بدخشان د پولیسو ویاند ثناءالله روحاني پرون وویل: د طالب ډلې وسله والو د بدخشان په مایمي ښار حمله وکړه او له امنیتي ځواکونو سره ښکیل شول.
په دغه نښته کښې د سیمې لپاره د طالبانو مشر وژل شوی او د دغې ډلې دوه غړي زخمي شوي خو امنیتي ځواکونو ته په کښې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
ټیګونه