د اطلاعاتو د مبادلې لپاره د کابل او اسلام آباد موافقه
د صلحې او يووالي لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پروګرام تر عنوان لاندې غونډه کښې موافقه اوشوه چې دواړهېوادونه په ټولو سطحو کښې امنيتي اطلاعات مبادله کړي.
د افغانستان خارجه وزارت په يوې بيانيه کښې وويل، د صلحې او يووالي لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پروګرام ترعنوان لندې دويمه غونډه کښې دواړو خواو د سياسي، ډېپلومېټکو، امنيتي، اقتصادي او مهاجرانو د مسائلو په باره کښې د تېرو کلونو ژمنې او فېصلې وڅېړلې او موافقې ته اورسېدل.
په دغه غونډه کښې موافقه اوشوه چې پاکستان دې له خپلواکه ، يوموټے ، باثباته افغانستان او د افغانانو په مشرۍ او مالکيت د صلحې له بهير څخه ملاتړ وکړي. دواړو خواو په دفاعي او امنيتي برخه کښې هم موافقه وکړه چې په ټولو سطحو کښې د ضرورت وړ موردو اطلاعات له يو بل سره تبادله کړي، او د ډيورېنډ کرښې له هغه لوري له راکټي حملو څخه مخنيوے اوشي.
په ټولو سطحو کښې د امنيتي اطلاعاتو د مبادلې په باره کښې د افغانستان او پاکستان موافقه په داسې حالاتو کښې چې هم هغه شان ترهه ګري د هغوي لپاره ترټولو ستر ګواښ ګڼل کيږي، مهمه موضوع ګڼل شوې ده.
په تېرو تقريباً دوو لسيزو کښې چې په افغانستان کښې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په بهانه د امريکې او د هغې د انډيوالانو له جنګ څخه تېرې شوې دي نه يوازې په دغه هېواد کښې تندلاريتوب او ترهه ګري کمه شوې نه ده بلکه د ترهه ګرۍ لمن د افغانستان له پولو څخه تر بهره پورې ارته شوې ده او د سيمې هېوادونه يې هم له ناامنيو سره مخامخ کړي دي.
د پاکستان د چارواکو او خلقو له نظره په دغه هېواد کښې د ناامنۍ او د ترهه ګرۍ د مرګونو اقداماتو زياتېدل په افغانستان کښې د امريکې په مشرۍ د بهرنيو ځواکونو د ناکامه شتون نتيجه ده چې د دې سبب شوې ده چې ناامني او بې ثباتي په سيمه کښې خپره شي او له طالبانو نه علاوه ترهه ګرې ډلې مخ په زياتېدو شکل سيمه تر تاثير لاندې راولي.
په داسې حالاتو کښې چې ترهه ګري د افغانستان او پاکستان په شمول د سيمې او نړۍ د هېوادونو لپاره يو ګډ ګواښ باندې بدله شوې ده، د خپلو پولو په دننه کښې د ترهه ګرۍ په خلاف خپلواکو اقداماتو په ترسره کولو کښې د ملګرتياو زياتېدل او د اطلاعاتو د تبادله د دغو دواړو هېوادونو د کاميابۍ ترټولو مهم عامل دے.
په ټولو سطحو کښې د امنيتي اطلاعاتو د مبادلط لپاره د افغانستان او پاکستان موافقه په داسې حال کښې چې په تېرو وختونو کښې په مخلفو سياسي، اقتصادي، تجارتي او امنيتي برخو کښې د هغوي موافقې څه موثرې نتيجې ته نه دي رسېدلې د امنيتي اطلاعاتو په برخه کښې د دغو دواړو هېوادونو د نوې موافقې اجرا له جدي شکونو سره مخامخ شوې ده.
په تېره بيا دا چې به ۲۰۱۷ کال کښې هم کابل او اسلام آباد د دوو اړخيزو تاوتريخوالو په اوج کښې د چين په رول لوبونط سره په يوې موافقې کښې د امنيتي اطلاعاتو په تبادله کښې د ملګرتيا په لازموالي تاکيد کړے ؤ چې په تېرو دريو کلونو کښې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په ډګر کښې د ګډې ملګرتيا په نتيجه کښې رامنځته شوې څه بدلون نه دے ليدل شوے.
لږ تر لږه له تېرو دريو لسيزو نه تر اوسه د افغانستان او پاکستان له تاوتريخوالي نه په ډکو تعلقاتو د متقابلې بې اعتمادۍ شتون د دې سبب شوے دے چې د تندلاريتوب او ترهه ګرۍ له ښکارندې سره د موثرې مقابلې لپاره د امنيتي اطلاعاتو په شريکولو کښې د دواړو هېوادونو د هر ډول موافقه په نزديو وختونو کښې د کاميابۍ څه اميد ونه لري.
په پاکستان او افغانستان کښې د ګواښونو او مرګونو ترهه ګريزو حملو زياتېدل او په دغه هېواد کښې د داعش په شمولد نويو افراطي ډلو جوړېدل د جنګ او صلحې په دواړو صورتونو کښې د ملګرتيا په باره کښې د دواړو هېوادونو د موافقو د ناکامه پاتې کېدو يوه جدي نښه ده چې د دې سبب شوې ده چې د هغوی سياسي درزونه هم د تېرو وختونو په نسبت لا زيات ژور شي.
د افغانستان او پاکستان د حکومت له نظره په دغه هېواد کښې د جنګ او صلحې په زمينه کښې په ملګرتياو کښې ضروري صداقت او شفافيت نه لري او په همدې وجه ده چې په افغانستان کښې په دې زمينه کښې کوششونه تر اوسه نه دي کامياب شوي.