د افغانستان ساسی قانون له طالبانوډلې سره دخبروسره کرښه ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92641-د_افغانستان_ساسی_قانون_له_طالبانوډلې_سره_دخبروسره_کرښه_ده
د افغانستان په حکومتي بندونو کې یوازې له څو کسانو پرته نور ټول طالب بندیان خوشي شوي او نوره له طالبانو سره دبین الافغاني خبرو اترو د نه پیلولو لپاره هیڅ پلمه نشته .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Sep 03, 2020 00:39 Asia/Kabul
  • د افغانستان ساسی قانون له طالبانوډلې سره دخبروسره کرښه ده

د افغانستان په حکومتي بندونو کې یوازې له څو کسانو پرته نور ټول طالب بندیان خوشي شوي او نوره له طالبانو سره دبین الافغاني خبرو اترو د نه پیلولو لپاره هیڅ پلمه نشته .

زمونږخبریال راپور راکړ  د افغانستان  ولسمشر  اشرف غني پرون ناوخته  په کابل کې  له طالبانو ډلې سره د افغان حکومت د مرکچي ټيم له غړو سره په کتنې کې  چې د ملی مصالحې د  شورا  د مشر عبدا... عبدا.... په شتون سره ترسره شوي ،  وئيلي دي ،ددغه  هیواد اساسی قانون  له دغې ډلې سره د  حکومتي مرکچي پلاوي  سره کرښه ده او  د سولې د  مشورتي لوئې جرګې فیصلېو  هم د خبرواترو حدود او د لارې نقشه  مشخصه کړې ده .

  اشرف غني همداراز ټينګار کړی ،حکومت   د دغه هیواد د سولې په بهیر کې خپلې ټولې ژمنتیاوې نړیوالې ټولنې  ئې توقع درلوده ، عملي کړي او  دطالب بندیانو خوشي کیدا د سولې لپاره د کابل دحکومت د ژمنتیاؤ روښانه اثبات  حسابیږي .

 د  افغانستان د ملی مصالحې د شورا مشر عبدا... عبدا... هم په دغې ناستې کې  د کابل حکومت  مرکچي ټيم ته په خطاب کې وئيلي دي ، د افغانستان حکومت  د سولې په بهیر کې  له خپلې خوا کلک هوډ  ښودلی او طالبان هم باید پخپلو ژمنو عمل وکړي .

ټاکل شوې ده د افغانستان د سولې  مرکچي ټيم نن څه وخت  له طالبانو ډلې سره د خبرواترو لپاره د قطر دوحې ته وخوځیږي .

Image Caption

 

 د افغانستان د  ولسمشر ویندوي صدیق صدیقي  هم وئيلي دي غونډسکه د طالبانو په مځکه کې ده اوس باید طالبان له خپلې خوا د  افغانستان دسولې په بهیر کې  خپل نرمښت او ژمنتیاوې نندارې ته وړاندې کړي .

 داپه داسې حال کې دي چې  وئيل کیږي ، د افغانستان  په حکومتي بندونو کې یوازې له څو کسانو پرته نور ټول طالب بندیان خوشي شوي  او نوره له طالبانو سره  دبین الافغاني خبرو اترو د نه پیلولو لپاره هیڅ پلمه نشته .

خو د طالبانوډلې  د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین یو ځل بیا په همداوروستیو کې  ته خپل پخوانی دریځ تکرار کړ چې د بندیانو په بشپړ په خوشې کېدو سره‌یې دا ډله خبرو ته تیاره  ده.