د افغانستان د سولي مذاکراټي ټیم به قطر ته لاړشي
Sep 03, 2020 13:11 Asia/Kabul
د افغانستان د مصالحې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون رویټرز ته ویلي چې افغان مذاکراتي هیئت به د پنجشنبې په ورځ قطر ته روان شي.
د خوځون په وېنا تر اوسه دا نه ده معلومه چې د سولې مذاکرات به دقیقاً په کومه ورځ پیل شي خو مذاکراتي به له مخکې قطر ته ولاړ شي.
دا په داسی حال کې دی چي د افغانستان دولت د تیرو دوو شپو په جریان کې له پاتې ۳۲۰ تنو طالب بندیانو څخه ۲۰۰ تنه خوشي کړي دي او یواځې ۱۲۰ تنه پاتې دي.
بل لوري طالبانو هم د تیر شواروز په جریان کې څلور تنه افغان کماندو سرتیري خوشي کړي دي.
ټیګونه