په قطر دفتر کې د طالب مشرانو ترمینځ اختلافات زیات شوي
د طالبانو د مذاکراتي پلاوي په ترکیب کې بدلون رامینځةشوی او د طالبانو د ۲۱کسیز مرکچي پلاوي مشري مولوي عبدالحکیم حقاني ته سپارل شوې ده او ملا عبدالغني برادر چې مخکې ئې ددغه پلاوي مشري په غاړه درلوده د هغه مرستیال وي . دا هم وئيل شوي چې دغه بدلونونه پاکستان ته د طالبانو ډلې د لوړپوړي پلاوي له سفره وروسته ترسره شوي شوي .
زمونږخبریال راپور راکړ ، دافغانستان د سولې په چ ارو کې د وزارت ویندوئې میرمن ناجیه انوري پرون ناوخته په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ، دبین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره ځینې ترینګلتیاوې شته چې مقابل لورې یعني طالبان ئې باید په اړه تیاري ولري. هغې وئيلي دي ، زمونږ معلومات دا دي چې مقابل لوری همدا اوس په دې مسئلو بحثونه کوي، باید مقابل لوری ژر تر ژره خپلې ستونزط حل کړي او د سولې خبرو ته اهمیّت ورکړي .ځکه کوربه او ملګرو هیوادونو په دې اړه درست چمتوالی نیولی او د طالبانو په چمتووالي پسې به زمویږ پلاوی قطر ته سفر وکړي .
ټاکل شوې وه چې د افغان حکومت مرکچي پلاوی نن قطر ته تللی وای خو تر دې دمه په کابل کې تم دی .
ځینی افغان حکومتی سرچینې چې غوښتل ئې نامې څرګندې نشي ، خبری ټولنو ته وئيلي دي ، د طالبانو د قطر په سیاسي دفتر کې د خپلمینځي اختلافاتو له امله دغه ډله لا هم د بینالافغاني مذاکراتو د پیل په اړه هوکړې ته نهدي رسېدلي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د مذاکراتي پلاوي په ترکیب کې بدلون رامینځةشوی او د طالبانو د ۲۱کسیز مرکچي پلاوي مشري مولوي عبدالحکیم حقاني ته سپارل شوې ده او ملا عبدالغني برادر چې مخکې ئې ددغه پلاوي مشري په غاړه درلوده د هغه مرستیال وي . دا هم وئيل شوي چې دغه بدلونونه پاکستان ته د طالبانو ډلې د لوړپوړي پلاوي له سفره وروسته ترسره شوي شوي .