په قطر دفتر کې د طالب مشرانو ترمینځ اختلافات زیات شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92724-په_قطر_دفتر_کې_د_طالب_مشرانو_ترمینځ_اختلافات_زیات_شوي
 د طالبانو د مذاکراتي پلاوي په ترکیب کې بدلون رامینځةشوی  او د طالبانو د ۲۱کسیز مرکچي  پلاوي مشري  مولوي عبدالحکیم حقاني ته  سپارل شوې ده او ملا عبدالغني برادر چې مخکې ئې ددغه پلاوي مشري په  غاړه درلوده د هغه مرستیال وي  . دا هم وئيل شوي چې دغه بدلونونه  پاکستان ته د طالبانو ډلې د لوړپوړي پلاوي له سفره وروسته ترسره شوي  شوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 07, 2020 00:19 Asia/Kabul
  • په قطر دفتر کې د طالب مشرانو ترمینځ اختلافات زیات شوي

 د طالبانو د مذاکراتي پلاوي په ترکیب کې بدلون رامینځةشوی  او د طالبانو د ۲۱کسیز مرکچي  پلاوي مشري  مولوي عبدالحکیم حقاني ته  سپارل شوې ده او ملا عبدالغني برادر چې مخکې ئې ددغه پلاوي مشري په  غاړه درلوده د هغه مرستیال وي  . دا هم وئيل شوي چې دغه بدلونونه  پاکستان ته د طالبانو ډلې د لوړپوړي پلاوي له سفره وروسته ترسره شوي  شوي .

زمونږخبریال راپور راکړ ،  دافغانستان  د سولې په چ ارو کې د  وزارت ویندوئې میرمن ناجیه  انوري پرون ناوخته په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ، دبین الافغاني  مذاکراتو د پیل لپاره ځینې ترینګلتیاوې  شته چې مقابل لورې یعني طالبان  ئې باید په اړه تیاري  ولري. هغې وئيلي دي ، زمونږ معلومات دا دي چې مقابل لوری  همدا اوس په دې مسئلو بحثونه کوي،   باید مقابل لوری ژر تر ژره  خپلې ستونزط حل کړي  او د سولې خبرو ته اهمیّت ورکړي .ځکه کوربه او ملګرو هیوادونو په دې اړه درست چمتوالی نیولی  او د طالبانو په چمتووالي پسې به   زمویږ پلاوی  قطر ته سفر وکړي .

ټاکل شوې وه   چې  د افغان حکومت مرکچي پلاوی  نن قطر ته تللی وای خو تر دې دمه په کابل کې تم دی .

 ځینی  افغان حکومتی سرچینې  چې غوښتل ئې نامې څرګندې نشي ، خبری ټولنو ته وئيلي دي ، د طالبانو د قطر په سیاسي دفتر کې د خپلمینځي اختلافاتو له امله دغه ډله لا هم د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیل په اړه هوکړې ته نه‌دي رسېدلي.

دا په داسې حال کې ده چې  د طالبانو د مذاکراتي پلاوي په ترکیب کې بدلون رامینځةشوی  او د طالبانو د ۲۱کسیز مرکچي  پلاوي مشري  مولوي عبدالحکیم حقاني ته  سپارل شوې ده او ملا عبدالغني برادر چې مخکې ئې ددغه پلاوي مشري په  غاړه درلوده د هغه مرستیال وي  . دا هم وئيل شوي چې دغه بدلونونه  پاکستان ته د طالبانو ډلې د لوړپوړي پلاوي له سفره وروسته ترسره شوي  شوي .

Image Caption