د افغانستان اساسی قانون د بدلولو نه دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92725-د_افغانستان_اساسی_قانون_د_بدلولو_نه_دی
د افغانستان د اساسی قانون پر اجرا د څارونکي کمیشن یوه مسئول مقام ابوبکر متقي هم په دې باب وئيلي ، د اساسی قانون د حکم په اساس د اسلام د دین په رسمیّت پيژندنه او سیاسی نظام د بدلولو وړ نه دي ، خو ددغه قانون ځینی مادې له قانوني لارو بدلیدلی شي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Sep 07, 2020 00:31 Asia/Kabul
  •   د افغانستان اساسی قانون  د بدلولو نه دی

د افغانستان د اساسی قانون پر اجرا د څارونکي کمیشن یوه مسئول مقام ابوبکر متقي هم په دې باب وئيلي ، د اساسی قانون د حکم په اساس د اسلام د دین په رسمیّت پيژندنه او سیاسی نظام د بدلولو وړ نه دي ، خو ددغه قانون ځینی مادې له قانوني لارو بدلیدلی شي .

تسنیم خبری اژانس را پور ورکړی،د افغانستان د  ولسمشر مرستیال ویندوي دواخان مینه پال پرون په یولړڅرګندونو کې وئيلي دي ، په اساسی قانون کې ددغه  هیواد  د نظام ماهیّت د بدلولو وړ نه دی او  د افغانستان د اساسی قانون  لومړنۍ دوې مادې  چې  دنظام د ماهیّت او د ښاریزو  د حقوقو په باب دي  نه بدلیږي .

  دا په داسې حال کې دي چې  د افغانستان د ملی مصالحې  د لوړې شورا مشر عبدا... عبدا...  په همداوروستیو کې ويئلي وو ، که له قانوني پلوه ضرورت شي  او  هماغه شان چې  د مشورتي لوئې جرګې له ځینو فیصلو هم مشخصه ده ، په اساسی قانون کې ځیني بدلونونه ممکن دي .

   عبدا...همداراز روښانه کړې وه،دی هم تل د اساسی قانون د ځينو برخو اومادو دبدلولو غوښتونکی دی  چې دغه  اقدام باید له اساسی قانون سره سم ترسره شي .

Image Caption

 

د افغانستان  د اساسی قانون پر اجرا  د څارونکي کمیشن یوه مسئول مقام ابوبکر متقي  هم په دې باب وئيلي ،  د  اساسی قانون  د حکم په اساس د اسلام د دین په رسمیّت پيژندنه او سیاسی  نظام د بدلولو وړ  نه دي ، خو ددغه قانون ځینی  مادې  له قانوني لارو بدلیدلی شي .

 داپه داسې حال کې دي چې  طالبانو ډلې  وئيلي دي ، د افغانستان د بحران  د سوله ایز حل لپاره  ددغه هیواد داساسی قانون بدلول اړین دي .

Image Caption