د لغمان هوايي برید ۲۸ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92733-د_لغمان_هوايي_برید_۲۸_طالبانو_ته_مرګ_ژوبله_اړولې
له بلې خوا افغان امنیتی عسکر وایی چی د کندهار په شاه ولی کوټ ولسوالۍ یې د طالبانو حمله ناکامه کړی ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 07, 2020 07:00 Asia/Kabul
  • د لغمان هوايي برید ۲۸ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې

له بلې خوا افغان امنیتی عسکر وایی چی د کندهار په شاه ولی کوټ ولسوالۍ یې د طالبانو حمله ناکامه کړی ده .

 

دافغان رسندویو له راپور سره سم د افغانستان د لغمان چارواکي وايي، د افغان پوځ هلیکوپټرو په الشینګ ولسوالۍ کې پر طالبانو بمبار کړی چې په وینا یې شل طالبان پکې وژل شوي دي.

د یاد ولایت چارواکي وايي، په وژل شویو وسله الو کې پنځه یې د لېزري وسلو درلودونکي وو.

د والي ویاند اسد ا... دولتزي رسنیو ته وویل چې طالبانو بیګا د الیشنګ ولسوالۍ په جیبون سیمه کې د ځای پولیسو پر پوستو برید وکړ چې لږ وروسته د افغان پوځ هیلی کوپټرې ورسېدې او بمبار یې وکړ.

نوموړی وايي: ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۸ نور سخت ټپیان شوي.

د هغه په وینا چې په وژل شویو کې ۵ تنه یې د لیزري سلاح درلودونکي هم دي.

یوې حکومتي سرچینې بیا رسنیو ته وویل چې دغه جنګ کې یو پولیس هم وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

د سیمې یواوسېدونکی وايي، د ځینو وسله والومړي  لا هم په سیمه کې پاتې دي.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

له بلې خوا افغان امنیتی عسکر وایی چی د کندهار په شاه ولی کوټ ولسوالۍ یې د طالبانو حمله ناکامه کړی ده .

د افغانستان دفاع وزارت وایی په دغه ناکامه حمله کې لس طالبان وژل شوی دي .