طالبان دې د اوربند پابندي وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92765-طالبان_دې_د_اوربند_پابندي_وکړي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یوځل بیا له طالبانو وغوښتل چې د اوربند په ټینګښت او د جنګ په ختمولو پابند ووسي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 08, 2020 02:06 Asia/Kabul
  • طالبان دې د اوربند پابندي وکړي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یوځل بیا له طالبانو وغوښتل چې د اوربند په ټینګښت او د جنګ په ختمولو پابند ووسي.

د افغانستان خارجه وزارت بیګا په یوه بیانیه کښې ویلي دي: طالبان ته پکار دي چې د صلحې د خبرواترو له پیلیدو مخکښې د اوربند د ټینګولو په ترڅ کښې خپلې حملې کمې کړي.

په دغه خبرپاڼه کښې په مذاکرې او د روان کړکیچ په هوارولو باندې د حکومت ژمنتیا ته په اشارې سره راغلې دي: د افغانستان حکومت په رغنده نیت او هوډ سره خبرواترو ته کښیني او د طالب زندانیانو خوشې کول د دغه ښه نیت نښه ده.