د افغانستان طالبان باید ژر خبرې پیل کړي
تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان حکومت یوځل بیا په طالبانو ډلې غږ وکړ چې زر ترزره له حکومت سره خبرې پیل کړي .
د افغانستان د ولسمشر دوهم (۲) مرستیال سرور دانش وویل د کابل حکومت د بین الافغاني خبرو اترو د پیلولو او دسولې د بهیر په لاره کښې ټول خنډونه لیرې کړي دي او له طالبانو ډلې غواړي چې زر تر زره د خبرو اترو میز ته حاضر شي .
هغه وویل د افغانستان حکومت په ټول توان او امکاناتو سره په هیواد کښې د سولې د بهیر او د جنګ جګړو د ختمولو ملاتړ کوي .
د افغانستان د ولسمشر دوهم (۲)مرستیال سرور دانش ډاګینه کړه بین الافغاني خبرې به د طالبانو ډلې د بندیانو د بهیر له بشپړیدا او د دغه ډلې لخوا د خپلو غړیو د هویت له تائیدیدا وروسته پیل شي .
په عین حال کښې د افغانستان رسنیو وویل د کابل مرکچي پلاوی له طالبانو سره د خبرو اترو د پیلولو لپاره نن قطر ته ورځي .
دا په داسې حال کښې دي چې د افغانستان د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل د دغه ډلې پینځه شپیته (۶۵) غړي چې ټاکل شوي وو د کابل حکومت ته د وړاندې کړې شوي فهرست پراساس خوشي شي تراوسه نه دي ازاد شوي او له دې کبله به بین الافغاني خبرې اترې د دغو پینځه شپیتو (۶۵) طالب بندیانو له خوشي کیدا وروسته پیل شي .