په خوست کې ۲۵وسله وال او یوشمیرعام خلک وژل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92848-په_خوست_کې_۲۵وسله_وال_او_یوشمیرعام_خلک_وژل_شوي
په خوست ښار شاوخوا کندې کلي کې د وادۀ په دستورو کې هم په بم چاودنې کې چې په موټر سائيکل کې کیښودل شوی ؤ،لږترږله څلور عام کسان وژل شوي او یوشمیر نور هم ټپیان شوي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 11, 2020 08:05 Asia/Kabul
  •   په خوست کې ۲۵وسله وال او  یوشمیرعام خلک وژل شوي

په خوست ښار شاوخوا کندې کلي کې د وادۀ په دستورو کې هم په بم چاودنې کې چې په موټر سائيکل کې کیښودل شوی ؤ،لږترږله څلور عام کسان وژل شوي او یوشمیر نور هم ټپیان شوي دي .

زمونږ خبریال راپور راکړ د افغانستان د خوست ولایت  دپولیسو ویندوی عادل شاه عادل نن سهار پّه یو لړ څرګندون کې وئيلي دي،بیګا په خوست ښار شاوخوا کندې کلي کېد وادۀ په دستورو کې  په بم چاودنې کې  چې په موټر سائيکل کې کیښودل شوی ؤ،لږترږله څلور عام کسان  وژل شوي او یوشمیر نور هم ټپیان شوي دي .

ددغې پيښې پړه د خبر تر مخابیره کیدا پورې چا په غاړه نه ده اخستي .

 د افغانستان د خوست ولایتدپولیسو دغه ویندوي همداراز وئيلي دي بیګا نیمه شپه  وسلوالو مخالفانو د خوست ولایت د قلندر ولسوالۍ په غلنګ سیمې کې د پولیسو پر پوستي برید کړی چې په موقعې د ملی اردو په ځوابي ډ زو او همداراز دهوائي ځواک په مرستېاو بمباریو سره د وسلوالو  ترهه ګرو حمله ناکامه شوي  او له  امله ئې دولس وسلوال وژل شوي  او یوشمیر نور هم ټپیان شوی دي

هغه زياته کړه تردې  مهال د وسلوالو مخالفانو دلسو وژل شوو کسانو مړی هماغه راز په سیمې کې پاتې دي  

عادل شاه عادل  دغه راز  ويلي، دکشفي راپورونو پر اساس بیګا ددغه ولایت  په صبريو ولسوالۍ کې هم د وسله والو مخالفانو په ضد په هوايي بريدکې دولس نور وسلوال هم وژل شوي دي 

دخبر تر مخابیره کیدا پورې وسلوالو طالبانو  په دې اړه څه نه دي وئیلي  

Image Caption