له ایران سره د تجارتي اړیکو پراختیا د افغانستان په ګټه ده
په کابل کې د ایران سفارت د تاجرانو او د هغوي د کورنیو لپاره د وزیرو په موقعې د صادرولو او دغه راز دنورو موضوعګانو پشمول دافغان تاجرانو په مشکلاتو دغور لپاره ملګرتیا ته تیار دی
ایرنا خبری اژانس راپورورکړ د افغانستان خارجه وزارت نن سهار د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دي ،ددغه وزارت مرستیال میرویس ناب په کابل کې د اسلامی ایران د سفیر بهادرامینیان په شتون سره په ایران کې د د تاجرانو او پانګوالو په غونډې کې ،پخپلې وینا کې ایران د خپل هیواد یو مهم تجارتي شریک بللی دی .
میرویس ناب دایران او افغانستان موجوده تجارتي ظرفیّتونو ته په اشارې سره د تجارتی اړیکو دپراختیا په موخې سیره د تهران او کابل د تاجرانو دګډې کوټې دلازیات فعالیت غوښتنه کړې ده .
د افغانستان مرستیال خارجه وزیرهمداراز په ایران کې د افغانستان د حکومت د کاري لومړیتوبونواو د پانګونې او تجارتي اړیکو دپراختیا لپاره دفرصت جوړونې ،امکاناتو،او شرائطو پرآسانولو اود هلوځلو پر زیاتولو هم ټينګار وکړ .
په کابل کې داسلامی ایران سفیر بهادر امینیان هم دغه غونډه په ایران کې د افغان تاجرانو د مشکلاتو د ارزونې او د لیدتوګو د سپړلو لپاره مهمه او ارزښتمنه وبلله او د موجودو ځينو مشکلاتو په تائيدولو سره ئې وئيلي دي ، اسلامی ایران تل د دواړو هیوادونو ترمینځ دتجارتی اړیکو دپراختیا هڅه کړې ده او دغو هلو ځلو ته به بیا هم دوام ورکړي . هغه زیاته کړې ،په کابل کې د ایران سفارت د تاجرانو او د هغوي د کورنیو لپاره د وزیرو په موقعې د صادرولو او دغه راز دنورو موضوعګانو پشمول دافغان تاجرانو په مشکلاتو دغور لپاره ملګرتیا ته تیار دی او خپلې هڅې هماغه راز نوره هم زیاتوي .