د کابل حکومت اوطالبان په ډيرو موردونو سره پخلا شوي دي
ډيری شناندي او کارپوهان وائي تر څو چې افغانان پخپلو کې سره پخلا نشي ، په افغانستان کې به هیڅکله د نورو په دیکته کولو سره امن اوثبات ټينګ نشي دا افغانان دي چې دخپلې خاورې ساتنه او د خپلو خلکو امنیت او سوکالي پخپله تضمینولی شي
زمونږخبریال راپور راکړ د طالبانو ډلې د قطر ددفتر ویندوي محمد نعیم وردک او دحکومتي مرکچي ټیم غړي نادر نادري پرون ناوخته په یوې ګډې خبر پاڼې کې وئيلي دي ،پرون ماښام د دواړو لورو ترمینځ عمومي غونډه شوي چې په زیاترو موردونو دواړه لوري د خبرواترو د ایجنډا په اړه په ډيرو موردونو سره موافق شوي دي .
په خبرپاڼې کې وئيل شوي دي د راتلونکو ناستو د ایجنډا له کمې برخې پرته نوره چارې بشپړ شوي دي
په دغې خبر پاڼې کې وئيل شوي ، په ناسته کې ددواړو لورو لخوا دوه-دوه کسان دارتباط او تماس لپاره ټاکل شوي دي ، البته د د کسانو نومونه نه دي ښودل شوي، خو ځينو سرچینو وئيلي دي چې د دواړو لوروویندویان یعني محمد نعیم ودرک او نادر نادري دي .