طالبانو په ننګرهار کې دپولیسو اته ماموران ووژل
د طالبانو حملې په داسې وخت کې هماغه راز دوام لري ،چې د قطر په دوحې کې دکابل حکومتي پلاوي او طالبانو ډلې ترمینځ دسولې دخبرواترو دپلیدا شپې ورځې هم دي .
سپوټنیک خبری اژانس دامنیتی سرچینو له قوله راپور ورکړی ، وسلوالو طالبانو بیګا په ننګرهار ولایت کې دپولیسو په درو پستو حملې کړي،چې له امله ئې دپولیسو اته افسران او ماموران وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي .
دغه حمله دننګرهار ولایت په خوګیاڼیو ولسوالۍکې شوي او طالبانو دپولیسو درې ماموران نیولي هم دي .
د طالبانو حملې په داسې وخت کې هماغه راز دوام لري ،چې د قطر په دوحې کې دکابل حکومتي پلاوي او طالبانو ډلې ترمینځ دسولې دخبرواترو دپلیدا شپې ورځې هم دي .
له کابله په یوه بل خبر کې وئيل شوي دي ، دافغانستان د کورنیو چارو زوارت ویندوي طارق آرین وائي امنیتي مامورانو په کابل پنځمې امنیتی حوزې کې یو ترهه ګر نیولی چې د خودکشۍ جیکټ او یو شمیر وسله هم ورسره نیول شوې ده . دغه راز په ننګرهار ولایت کې د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې سره دملګرتیا په تور هم درې کسان نیول شوي دي .