د کابل حکومت د اور بند غوښتنه رد کړې ده،خو...
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92990-د_کابل_حکومت_د_اور_بند_غوښتنه_رد_کړې_ده_خو...
ټاکل شوې وه چې د طالبانو ډلې ،دکابل حکومت اوسیاسی ډلو ټپلو ترمینځ بین الافغاني خبرې په قطر کې پیل شي ، خو تر دې دمه رسمي خبرې نه دي پیل شوي او دواړه لوري هماغه راز دایجنډا په برابرولو وخت تیروي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Sep 17, 2020 07:19 Asia/Kabul
  • د کابل حکومت د اور بند غوښتنه رد کړې ده،خو...

ټاکل شوې وه چې د طالبانو ډلې ،دکابل حکومت اوسیاسی ډلو ټپلو ترمینځ بین الافغاني خبرې په قطر کې پیل شي ، خو تر دې دمه رسمي خبرې نه دي پیل شوي او دواړه لوري هماغه راز دایجنډا په برابرولو وخت تیروي .

 زمونږخبریال راپور راکړ  په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر ویندوی محمد نعیم وردک  وئيلي دي ، دا سمه خبره نه ده چې   شلک کلن جنګ په یوه ساعت کې پاي ته ورسیږي ، زمونږ په اند باید  ددغه جنګ علت باندې بحث وشی  او وروسته نهائي  اور بند ټينګ شي .

په قطر کې د طالبانوډلې د سیاسی دفتر ویندوي  د افغانستان له حکومت سره  داختلافاتو پر حل په ټينګار سره  زیاته کړې ده ، طالبان په دغه هیواد کې  داسلامی حکومت  د ټينګیدا غوښتنه کوي .

 داپه داسې حال کې دي چې  د افغانستان د حکومتي پلاوي ویندوي نادر نادري  له طالبانو سره له پرونۍ ناستې وروسته وئيلي دي،د خبرواترو ایجنډا  په نهائي کیدا ده  او دواړه پلاوي په ډيرو موردونو سره یو نظر لري .

 نادر ناردي وئيلی دي ، دغه خبرې اترې  به  تر ښې نتیجې د ترلاسه کولو پورې دوام ومومي .

ټاکل شوې وه چې  د طالبانو ډلې ،دکابل حکومت اوسیاسی ډلو ټپلو ترمینځ بین الافغاني خبرې  په قطر کې پیل شي ، خو تر دې دمه رسمي خبرې نه دي پیل شوي  او دواړه لوري هماغه راز دایجنډا  په برابرولو  وخت تیروي .