د کابل حکومت د اور بند غوښتنه رد کړې ده،خو...
ټاکل شوې وه چې د طالبانو ډلې ،دکابل حکومت اوسیاسی ډلو ټپلو ترمینځ بین الافغاني خبرې په قطر کې پیل شي ، خو تر دې دمه رسمي خبرې نه دي پیل شوي او دواړه لوري هماغه راز دایجنډا په برابرولو وخت تیروي .
زمونږخبریال راپور راکړ په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر ویندوی محمد نعیم وردک وئيلي دي ، دا سمه خبره نه ده چې شلک کلن جنګ په یوه ساعت کې پاي ته ورسیږي ، زمونږ په اند باید ددغه جنګ علت باندې بحث وشی او وروسته نهائي اور بند ټينګ شي .
په قطر کې د طالبانوډلې د سیاسی دفتر ویندوي د افغانستان له حکومت سره داختلافاتو پر حل په ټينګار سره زیاته کړې ده ، طالبان په دغه هیواد کې داسلامی حکومت د ټينګیدا غوښتنه کوي .
داپه داسې حال کې دي چې د افغانستان د حکومتي پلاوي ویندوي نادر نادري له طالبانو سره له پرونۍ ناستې وروسته وئيلي دي،د خبرواترو ایجنډا په نهائي کیدا ده او دواړه پلاوي په ډيرو موردونو سره یو نظر لري .
نادر ناردي وئيلی دي ، دغه خبرې اترې به تر ښې نتیجې د ترلاسه کولو پورې دوام ومومي .
ټاکل شوې وه چې د طالبانو ډلې ،دکابل حکومت اوسیاسی ډلو ټپلو ترمینځ بین الافغاني خبرې په قطر کې پیل شي ، خو تر دې دمه رسمي خبرې نه دي پیل شوي او دواړه لوري هماغه راز دایجنډا په برابرولو وخت تیروي .