دا فغانستان په سولې سره دې د بهرنیو لاسوهنې ختمې شي
باید له دغه فرصته په افغانستان کې د بهرنیو لاسوهنو د ختمیدا لپاره لازیاته استفاده وشي څو پخپله دا فغانستان ولس دا اجازت ولرل شي ، چې د خپل برخلیک په باب په آ زادۍ سره پخپله فیصلې وکړي .
زمونږخبریال راپور راکړ،په پاکستان کې د اسلامی ایران سفر سید محمد علی حسیني نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي ، ایران د تیر وخت په څيرپه افغانستان کې د سولې د پرمختګ لپاره دهرډول مرستې وړاندې کولو ته تیار دی ، او خپل ظرفیّتونه اوتجروبې په دغه هیواد کې د تل پاتې سولې لپاره خپلو افغان خوئيندو او وروڼو ته ورکولی شي .
په دغې اعلامیې کې راغلي دي،بین الافغاني خبرې د تمې وړ سولې لپاره یوه وارمخکې زمینه کیدلی شي،پر دې اساس باید له دغه فرصته په افغانستان کې د بهرنیو لاسوهنو د ختمیدا لپاره لازیاته استفاده وشي څو پخپله دا فغانستان ولس دا اجازت ولرل شي،چې د خپل برخلیک په باب په آ زادۍ سره پخپله فیصلې وکړي .
محمد علی حسیني ټينګار کړی ،دبهرنیو ځواکونو مسئولانه وتل،پر سیاسی لارو چارو په تمرکز کې د مرکچي لورو ترمینځ د متقابلاعتماد رامینځةکیدا،د وروستیو خبرواترو د بهیرلپارههیله منونکی لرلید برابرولی شي .
په پاکستان کې د ایران سفیر همداراز د اساسی قانون، ډيموکراټيک جوړښت ،د هراړخیز سیاسی مشارکت ، د میرمنو دحقوقو او همدناراز د قومي او مذهبی لږکیو د حقوقو پشمول د افغانستان د د ولس د ا رزښتمنو بریاؤ دساتلو غوښتنه هم وکړه .