د افغانستان د پوځ ساتل د وخت ضرورت دی
د افغانستان د پوځ د قوماندانۍ د ترلاسه کولو لپاره دطالبانو لیدتوګه د سولې د روحّيې خلاف او یو چټي توّهم دی .
زمونږ خبریال راپور راکړ د افغانستان ددفاع وزارت سرپرست اسد ا.. خالد نن په کابل کې په یولړ دستورو کې پخپلې وینا کې د افغانستان دحکومت او طالبانو ډلې ترمینځ دسولې خبرواترو ته په اشارې سره ووئیل د افغانستان دښمنان دې نور ددغه هیود د پوځ دړنګولو فکر په ذهن کې ونه لري .
د افغانستان ددفاع وزارت سرپرست زیاته کړې ، د افغانستان دپوځ ځواکونه د خپل هیواد دخپلواکۍ ددفاع توان لري او د هرډول حملې په وړاندې به د خپل هیواد د فاع وکړي .
ا سد ا..خالد دغه راز وئيلي دي،په افغانستان کې جنګ د طالبانو ډلېاو ددغه هیواد دحکومت ترمینځ دسولې له خبرواترو سره په یووخت زیات شوی دید افغان پوځيانو دمرګ ژوبلو په وړاندې د طالبانو مرګ ژوبلې درې برابره زیاتې شوي دي .
دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان د ولسمشرۍ مانۍ ویندوي صدیق صدیقي هم ددغه هیواد دپوځ په باب د طالبانو د سیاسی دفترد ځینو غړود دریځونوپه غبرګونکې وئيلي وو،د افغانستان د پوځ د قوماندانۍ د ترلاسه کولو لپاره دطالبانو لیدتوګه د سولې د روحّيې خلاف او یو چټي توّهم دی .