په کندوزکې لسګونو طالبانو او عاموخلکوته مرګ ژوبله اوښتي
د افغانستان دفاع وزارت هم نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ، په دغو حملو کې څه دپاسه څلویښت وسلوال طالبان وژل شوی دي ، البته دعامو خلکو مرګ ژوبلې ئې نه دي تائيد کړي ، خو وائي په دې اړه څيړنې روانې دي .
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړی ،د افغانستان دکندوز ځاي چارواکو وئیلي دي ، په دغه ولایت کې د افغان هوائي ځواک په بمباریو کې کابو دولس عام افغانان وژل شوي او څه دپاسه شل نور ټپیان شوي دي .
د کندوز والي عبدالستار میرزکوال وئيلي دي، دغه مرګ ژوبله د کندوز ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې د طالبانو پر مرکز د افغان ځواک په هوائي بمبارۍ کې اوښتې البته په وژل شوو کې زیاتره وسلوال طالبان هم شامل دي .
د افغانستان په ولسی جرګې کې د کندوز د خلکو استازې میرمن فاطمه عزیزهم وئيلي دي،په دوو هوائي حملو کې د طالبانو مرکزپه نښه شوی،خو دوهمه حمله په داسې حال کې شوي چې له کنډوالو عامو خلکو د مړو د ویستلو هڅه کوله.یوه بل شاهد هم وظیلي په دغې حملې کې د ښځو اوماشومانو پشمولدولس عام کسان وژل شوي او کابو شل نور ټپیان شوي دي
همداراز د افغانستان دفاع وزارت هم نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي،په دغو حملو کې څه دپاسه څلویښت وسلوال طالبان وژل شوی دي،البته دعامو خلکو مرګ ژوبلې ئې نه دي تائيد کړي ، خو وائي په دې اړه څيړنې روانې دي .
همدې سره په یووخت د طالبانو یوه ویندوي ذبیح ا.. مجاهد مونږ ته په یوه لنډ پیغام کې وئيلي دي د سید رمضان کلي باندې په بمباریو کې ۲۳عام خلک وژل شوي او کابو اتلس نور ټپیان شوي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي او دغه راز ګڼ شمیر عام کورونه هم په کنډوالو بدل شوي دي