د ولسي جرګې استازو په طالبانو نیوکه وکړه
د افغانستان د ولسي جرګې ځینو غړو طالبان جنګ غواړي او صلحې ته بې علاقې وبلل او د دغې ډلې په ځپل کیدو یې ټینګار وکړ.
د افغانستان د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني پرون د دغه ارګان په غونډه کښې په دې خبرې سره چې د طالبانو د بریدونو زیاتیدل د خلکو د اندیښنې سبب شوې دي، ټینګار وکړ چې دواړه لوري دې له اوربند او د تاوتریخوالو له کمولو سره مرسته وکړي.
په ولسي جرګه کښې د غور ولایت استازي عبدالظاهر تمیم هم د طالبانو د حملو په وړاندې د اشرف غني د حکومت په چپتیا نیوکه وکړه او دې ټکي ته په اشارې سره چې د حکومت بې تفاوتي سبب شوې چې د افغانستان ځینې ولسوالۍ او کلي د طالبانو د حملو په وړاندې سقوط شوي دي، خبردارې ورکړ چې د دغه حالت دوام به د افغانستان د خلکو لپاره انساني غمیزه رامینځته کړي.
هم داشان د ولسي جرګې بلې غړي انیسه عمراني هم اوربند د صلحې وړومبیتوب وباله او ویې ویل: طالبانو نه یوازې په دې لړ کښې کوم نرمښت نه دې ښودلې بلکې تاوتریخوالي یې لازیات کړي هم دي.
د غزني او فراه ولایتونو استازو محمد علي اخلاقي او میرمن بلقیس روشن هم د ولسي جرګې په پرونۍ غونډې کښې وویل: د صلحې د خبرواترو په پیلیدو سره په افغانستان کښې تشدد هم زیات شوی او په قطر کښې د صلحې مذاکرات تشه ډرامه ده چې هیڅ ګټه به ونه لري.