ملګرو ملتو په افغانستان کښې د ناامنۍ له زیاتیدو اندیښنه وښودله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i93082-ملګرو_ملتو_په_افغانستان_کښې_د_ناامنۍ_له_زیاتیدو_اندیښنه_وښودله
ملګرو ملتو په افغانستان کښې د حملو او وژلو له زیاتیدو اندیښنه څرګنده کړې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 22, 2020 04:11 Asia/Kabul
  • ملګرو ملتو په افغانستان کښې د ناامنۍ له زیاتیدو اندیښنه وښودله

ملګرو ملتو په افغانستان کښې د حملو او وژلو له زیاتیدو اندیښنه څرګنده کړې ده.

په افغانستان کښې د ملګرو ملتو نماینده دفتر یوناما پرون په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې د ملکي وګړو د ساتنې او په دوحه کښې د صلحې د خبرواترو لپاره د مساعدې فضا د رامینځته کولو په لړ کښې باید فوري اقدامات وشي.

دغې بیانیې د افغانستان د صلحې په بهیر کښې له دخیلو لورو غوښتي چې تاوتریخوالو او جنګ ته د پاې ټکې کیږدي او د اوربند د ټینګولو لپاره کوشش وکړي.

د ملګرو ملتو د احصائيو له مخې په افغانستان کښې په تیرو پنځو اونیو کښې شوې وژلې او تاوتریخوالي په تیرو پنځو کلونو کښې بې مخینې دي.