سوله د افغان ولس یو ملی او حیاتي آرمان دی
ډيری سیاسی اوامنیتی کارپوهان اوشناندي په دې اند دي ، دغه خبرې اترې د امریکا په اختیار کې او د واشنګټن محصول دی او ډونالډټرمپ هڅه کوي ، دانتخاباتو په درشل کې له دغو خبرواترو پخپلې ګټې استفاده وکړي.
زمونږخبریال د آریانیوز خبری آژانس له قوله راپور راکړ د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي نن د افغانستان په چارو کې د چین له ځانګړي استازي لیوجیان سره په کتنې کې وئيلي دي،د افغانستان ولس دجنګ د ختمیدا او دسولې دټينګیدا لپاره شیبې شمیري .
د افغانستان پخواني ولسمشر ددې خبرې په کولوسره چې طالبان د افغان ښاریزو یوه برخه دي،هیله وښودله،په قطر کې بین الافغاني خبرې اترې زرترزره ښې نتیجې ته ورسیږي،او درست افغان ولس د سولې او وروولۍ په فضا کې سره ګډ ژوند وکړي .
د سولې بین الافغاني خبرې تیره شنبه ورځ راهسې په قطر کې د کابل حکومت اوطالب استازو ترمینځ پیل شوي چې تر دې دمه ئې هیڅ نتیجه نه ده ورکړې . ډيری سیاسی اوامنیتی کارپوهان اوشناندي په دې اند دي ، دغه خبرې اترې د امریکا په اختیار کې او د واشنګټن محصول دی او ډونالډټرمپ هڅه کوي ، دانتخاباتو په درشل کې له دغو خبرواترو پخپلې ګټې استفاده وکړي.
داپه داسې حال کې دي چې د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا په افغانستان کې د تاؤتریخوالي په زیاتیدا په اعتراف سره پر ښکیلو لورو غږ کړی ، د بین الافغانی خبرواترو په وخت دې له تاؤتریخوالي لاس واخلي او افغان ولس دې له سولې اوثباته برخمن کړي .