نړیواله ټولنه باید د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړ وکړي
تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان د خارجه وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر د سولې له خبرو د نړیوالې ټولنې د ملاتړ غوښتنه وکړه .
د افغانستان د باندنیو چارو د وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر پرون د ملګروملتونو د مشر له ځانګړي استازی ډبورا لیونز او په کابل کښې د چین له سفیر لیو ژین سره په کتنه کښې د اووربند د ټینګیدا پر ضرورت او د سولې له خبرو د نړۍ او د سیمې د هیوادونو د ملاتړ غوښتنه وکړه .
هغه په افغانستان کښې د چین له سفیر لیوژین سره په کتنې کښې له بین الافغاني سولې خبرو اتروڅخه د پیکینګ د ملاتړ د قدرونې په ترڅ کښې په هیواد کښې د اووربند د ټینګیدا او د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د چین په شمول د سیمې د هیوادونو رول مهم وباله .
په کابل کښې د چین سفیر لیوژین هم په دغه کتنې کښې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د دغه هیواد د سولې له بهیر څخه د پیکینګ په ملاتړ ټینګار وکړ .
په افغانستان کښې د ملګروملتونو ځانګړي استازي ډبورا لیونز هم د افغانستان د خارجه وزارت له سرپرست حنیف اتمر سره په جلا کتنه کښې د بین الافغاني سولې خبرو له بریالیتوب څخه په ملاتړ کښې د سیمې او د نړۍ ملاتړ هم او ضروري وباله او هیله یې وکړ چې مرکچي لوري وکولای شي د اووربند د ټینګیدا په شمول د مهمو موضوعګانو په هکله موافقې ته ورسیږي .