د افغانستان د سولي خبرو اترو نن هم نتیجه نه لرله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i93136-د_افغانستان_د_سولي_خبرو_اترو_نن_هم_نتیجه_نه_لرله
زمونږ خبریال وايي په قطر کښې د افغانستان د حکومت او د طالبانو د مرکچي پلاویو د کاري ډلو غونډه یوځل بیا له کومې نتیجې او نهایي موافقې پرته پاې ته ورسیده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 24, 2020 10:36 Asia/Kabul
  • د افغانستان د سولي خبرو اترو نن هم نتیجه نه لرله

زمونږ خبریال وايي په قطر کښې د افغانستان د حکومت او د طالبانو د مرکچي پلاویو د کاري ډلو غونډه یوځل بیا له کومې نتیجې او نهایي موافقې پرته پاې ته ورسیده .

په قطر کښې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردک نن وویل د افغانستان د حکومت او د دغه ډلې د مرکچي پلاوي کاري ډلې تراوسه د خبرو اترو د اصولو په هکله موافقې ته نه دي رسیدلي خو په دې هکله د اختلافاتو د حل او  موافقې ته د رسیدا لپاره سلامشورې دوام لري .

د طالبانو د ویاند دغه څرګندونې په داسې حال کښې دي چې د افغانستان د ملي روغې جوړې د  لوړې شورا مشر عبدالله عبدالله ویلي دي د طالبانو او د کابل د حکومت مرکچي پلاویو په خبرو کښې ښه پرمختګونه کړي دي او دا د  یوه (۱) مهم ګام لپاره ښه پیلامه ده .

د افغانستان د حکومت او د طالبانو ډلې ترمینځ د سولې خبرې اترې د سپتمبر د میاشتې له دولسمې (۱۲) نیټې راهسې په قطر کښې پیل شوي چې اوس هم روانې دي .