طالبان په غزني کې د ښوونځیود جوړېدو اجازه نه ورکوي
انصار زیاته کړې، له ډېرې مودې راهیسي یې خپله او د قومي مخورو په منځګړیتوب هڅه کړې چې له طالبانو څخه د دې کار اجازه واخلي خو په وینا یې تر اوسه طالبانو ورته مثبت ځواب نه دی ورکړی.
د افغان رسندویو له راپور سره سم د غزني د پوهنې ریاست مسولان وایي، چې وسلهوال طالبان په دغه ولایت کې د ښوونځیو جوړېدو اجازه نه ورکوي.
د یاد ولایت د پوهنې رئیس محب انصار ویلي، ډېر موده کېږي چې له مرکز څخه په دغه ولایت کې د ښوونځیو د ودانیو جوړېدو لپاره بودیجه راغلې خو زیاتوي طالبان ورته د دې کار اجازه نه ورکوي.
انصار زیاته کړې، له ډېرې مودې راهیسي یې خپله او د قومي مخورو په منځګړیتوب هڅه کړې چې له طالبانو څخه د دې کار اجازه واخلي خو په وینا یې تر اوسه طالبانو ورته مثبت ځواب نه دی ورکړی.
خو بل لورته د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، که چېرته د ښوونځيو جوړولو شرکتونه د طالبانو د موسساتو له کمېسيون څخه د ښوونځيو جوړولو اجازه واخلي، دوى يې له جوړولو سره ستونزه نه لري.