په افغانستان کې دوه پوځي چورلکې تباه شوي دي
د هلمند شخړې په تیرو درو ورځو کې لاسختې شوي او طالبان توانیدلی دي،د لښکر ګاه ولسوالۍ څلوره امنیتی حوزه او دغه راز په نادعلی او ناوې ولسوالۍ کې ځيني نوره حکومتي پستې هم ونیسي .
زمونږخبریال دصداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ د افغانستان دهلمند ولایت په ناوې ولسوالۍ کې بیګا دوه پوځي چورلکې سره جنګیدلي چې په نتیجې کې ئې لږترلږه ۱۵ افغان پوځيان وژل شوي او یو شمیر نوره هم ټپیان شوي دي .
دافغانستان دپوځ دغه دوې چورلکې په داسې حال کې سره جنګیدلي چې د هلمند ولایت په ځينو سیموکې د طالبانو اوحکومتي ځواکونو ترمینځ سختې نښتې هماغه راز دوام لري .
د هلمند شخړې په تیرو درو ورځو کې لاسختې شوي او طالبان توانیدلی دي،د لښکر ګاه ولسوالۍ څلوره امنیتی حوزه او دغه راز په نادعلی او ناوې ولسوالۍ کې ځيني نوره حکومتي پستې هم ونیسي .
ددغو نښتو او اخ وډب دقیقې مرګ ژوبلې نه دي خپرې شوي،خو د افغانستان کورنیو چارو وزارت له دې مخکې وئيلي وو،چې په ناوې او نهر سراج ولسوالیو کې ئې څه دپاسه اتیا وسلوال طالبان وژلي دي .