د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوال ووژل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i93645-د_خوست_ولایت_د_ځاځي_میدان_ولسوال_ووژل_شو
د افغانستان خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوال عبدالحی ځاځی پرون له غرمې وروسته د لوګر ولایت د التمور په اړوند سیمه کې د ناڅرګندو وسلوالو لخوا تر برید لاندې راغلی او له خپل ساتونکي سره وژل شوی دی.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 20, 2020 02:47 Asia/Kabul
  • د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوال ووژل شو

د افغانستان خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوال عبدالحی ځاځی پرون له غرمې وروسته د لوګر ولایت د التمور په اړوند سیمه کې د ناڅرګندو وسلوالو لخوا تر برید لاندې راغلی او له خپل ساتونکي سره وژل شوی دی.

پېښه د پکتيا او لوګر ولايتونو مسوولينو تائيد کړې ده.

د سیمه ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ پېښه په اړوند سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې دی له خپل ساتونکي سره کابل ته پر لاره و.

د افغانستان د پکتیا والي ویاند عبدالرحمن منګل ویلي، چې په دې پېښه کې د هغه یو ساتونکی هم وژل شوی او يو قامي مشر ملک حسن جان ژوبل شوے دے.

ویل کیږي، چې وژل  شوي کسان او ژوبل کس د پکتیا حوزوي روغتون ته لیږل شوي دي.

د پېښې ذمه واري تر دې دمه چا په غاړه نده اخیستې. خو حقاني ترهه ګره ډله په خوست ولايت کښې فعاليت لري.