په غزنی کې بم چاودنې بیا د عامو خلګو وینه وبهوله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i93739-په_غزنی_کې_بم_چاودنې_بیا_د_عامو_خلګو_وینه_وبهوله
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح ا.... مجاهد په یو ټویټر پیغام کې لیکلي چې په یاده چاودنه کې هاموې ټانګ له مینځه تللی او (۵) پولیس وژل شوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 24, 2020 11:22 Asia/Kabul

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح ا.... مجاهد په یو ټویټر پیغام کې لیکلي چې په یاده چاودنه کې هاموې ټانګ له مینځه تللی او (۵) پولیس وژل شوي.

 زمونږخبریال  له غزني راپور راکړ نن سهار د افغانستان د غزنی ولایت مرکز اړوند (د کابل غزنی) پر لویه لاره د (روضې کوتل) په سیمه کې دعاموخلکو پر یوه ګادي دسړک غاړې ماین چاودنه شوې چې ئې د ښځو پشمول اته کسان وژل شوي دي .

په راپور کې وئيل شوي چې ددغې چاودنې په وخت دغې  سیمې ته د پولیسو یو هاموې ټانګ هم رسیږي چې دسړک دغاړې ماین دچاودنې ښکار ګرځي، د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح ا....مجاهد په یو ټویټر پیغام کې لیکلي چې په یاده چاودنه کې هاموې ټانګ له مینځه تللی او (۵)  پولیس وژل شوي.

 خو حکومتي سرچینې وائي یوازې درې ماموران پکې ټپیان شوي دي .

دا په داسې حال کې ده چې څلور ورځې وړاندې دغزنی په قره باغ ولسوالۍ کې د یو موټر بمب چاودنې په ترڅ کې دری(۳) تنه پولیس ټپیان شوي وو.