د کابل د چاودنې پړه داعش ومنله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i93747-د_کابل_د_چاودنې_پړه_داعش_ومنله
داعش ترهګرې ډلې د کابل په لوېدیځ کې پر یوه تعلیمي مرکز د ځانمرګي برید مسئولیت په غاړه واخیست.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 25, 2020 01:47 Asia/Kabul
  • د کابل د چاودنې پړه داعش ومنله

داعش ترهګرې ډلې د کابل په لوېدیځ کې پر یوه تعلیمي مرکز د ځانمرګي برید مسئولیت په غاړه واخیست.

د وروستیو راپورونو له مخې، په دې برید کې ۱۸ تنه بېګناه ښاریان وژل شوي او ۵۷ نور ژوبل شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، داعش ویلي چې دا برید دوی کړی خو نوره توضیح یې نه ده ورکړې.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین د دې پېښې په اړه وویل، یو ځانمرګي بریدګر غوښتل چې د کوثر په نوم ښوونیز مرکز ته ننوځي خو ساتونکو وپېژنده او مخکې تر دې چې پرې ډزې وکړي ترهګر ځان والوځاوه.

داعش ډلې د کابل په دشت برچې سیمه کې د هزاره قام پر شیعه مسلمانانو تر دې وړاندې هم څو خونړي بریدونه کړي دي.

دې ډلې په وروستیو کې په ننګرهار کې ډېر خونړي بریدونه وکړل.