په ننګرهار کښې طالبانو ته سرتاوانونه رسېدلي دي
ننګرهار کښی امنیتی ځواکونو شپږ طالبان وژلي او د داعش او طالبانو له لورې ټاکل شوي دوه مرسیتال ولسوالان یی ژوندی نیولي دي.
له جلال آباده زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي تیره شپه د دی ولایت د نازیان په ولسوالۍ کې د امنیتی ځواکونو او وسله والو طالیانو ترمنځ نښته شوي چې له امله دنوموړي پر وینا شپږ تنه وسله وال طالبان وژل شوي چې د دوه تنو مړي د جګړي په ډګر کې ياتی شویدی دننګرهار دوالی ویاند دغه راز وویل د ملی امنیت اداری ځانګړو ځواکونو د دی ولایت دسپین غر ولسوالۍ لپاره د داعش له لورې ټاکل شوی مرستیال ولسوال قدرت الله او د سره رود ولسوالۍ لپاره د طالبانو له لورې ټاکل شوے مرستیال ولسوال امیر الله ژوندي نیولی او دغه راز د جلال اباد ښار په اوومه ناحیه کې د داعش ډلی د تبلیغاتو مسول هم له یوه اندازه تبلیغاتي پاڼو ،کتابونو، موبایل ټلیفونو ،تخنیکی وسایلو کمپیوټر او یوه اندازه مهماتو سره نیولی دی دننګرهار دوالی ویاند وویل نیول شوي کسان د نورو معلوماتو او پوښتنو ګرویګنو لپاره تر توقیف لاندی دي