په غزني کې د طالبانوپه حمله کی اووه ملکیان وژل شوي دي
د والي ویاند وحیدا... جمعه زاده وايي د غزني ښار اړوند نواباد سیمه کې د خلکو پر کورونو د هوان درې مرمۍ لګېدلي چې ۱۴ ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د صدای افغان خبری اژانس له راپور سره سم د غزني سیمه ییز چارواکي وايي، ددغه ولایت د شپږمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د طالبانو له لوري د هوان توغول شوې مرمۍ د خلکو په کورونو لګېدلي دي.
د والي ویاند وحیدا... جمعه زاده وايي د غزني ښار اړوند نواباد سیمه کې د خلکو پر کورونو د هوان درې مرمۍ لګېدلي چې ۱۴ ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د نوموړي په خبره په دغه پېښه کې څلور ماشومان او درې مېرمنې وژل شوي او د څلورو ماشومانو په ګډون اوه تنه نور ټپیان شوي دي.
ټپیان د درملنې په موخه د غزني ولایتي روغتون ته لېدول شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې هکله کوم څه نه دي ویلي.