کابل کښې د سږني مني وړومبۍ واورې ستونزې جوړې کړې
Nov 15, 2020 03:59 Asia/Kabul
د افغانستان په پلازمینې کابل ښار کښې د سږ کال د مني اولنۍ واوره د دغه ښار د سړکونو د بندیدو سبب شوه.
د افغانستان په پلازمینې کابل ښار کښې د سږ کال د مني اولنۍ واوره د دغه ښار د سړکونو د بندیدو سبب شوه.
له کابله زمونږ خبریال وايي چې که څه هم پرون شوې واوره د کابل د خلکو د خوشالۍ سبب شوه خو له باران سره مل واوره تل د کابل د ښاریزو په تګ راتګ کښې ډیرې ستونزې رامینځته کوي.
د کابل ښار په سړکونو کښې د ښاري نکاسۍ د سیسټم د نشتوالي په وجه اوبه ودریدې او د خلکو تګ راتګ یې ستونزمن کړ.
د سالنګ ولسوالۍ لویه لاره چې د افغانستان نهه شمالي ولایتونه له پلازمینې کابل سره نښلوي، د درنو موټرانو لپاره بنده شوه او په دغې لارې باندې له دیرشو سانټي میټرو زیاته واوره جمع شوه.
ټیګونه