د افغانستان سوله او اوربند د کډوالو د ستنیدولاره هواروي
اشرف غني په سیمې کې د افغانستان د اقتصادي او ملګرتیاؤ پر پراختیا او پر سیمه ایز ارتباط ټينګار کړی او زیاته ئې کړې ده،دغه هلې ځلې به د جنګ د پاي او خپل هیواد ته دافغان کډوالو دبیرته ستنیدا لپاره فرصت برابر کړي .
زمونږخبریال د آریا نیوز خبری آژانس له قوله راپور راکړ ، د افغانستان ولسمشر اشرف غني پرون ناوخته په کابل کې د کډوالو په چارو کې د ملګروملتو له لوړ کمیشنر فلیپو ګرانډي سره لیده کاته وکړل .
په د غې کتنې کې چې د ولسمشرۍ په ارګ کې ترسره شوي ، اشرف غني او فلیپو د سولې او دله پآکستان او د ایران له اسلامی جمهوریته د افغان کډوالو د پخپله خوښه د ستنیدا په اړه مشورې او خبرې کړي دي .
اشرف غني په سیمې کې د افغانستان د اقتصادي او ملګرتیاؤ پر پراختیا او پر سیمه ایز ارتباط ټينګار کړی او زیاته ئې کړې ده،دغه هلې ځلې به د جنګ د پاي او خپل هیواد ته دافغان کډوالو دبیرته ستنیدا لپاره فرصت برابر کړي .
د کډوالو په چارو کې دملګرو ملتو لوړ کمیشنر هم په دغې کتنې کې وئيلي دي ، دغه موسیسه د بین الافغاني خبرواترو او دغه راز په افغانستان کې د سولې د ټينګیدا بشپړ ملاتړ کوي .